څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

شیرخان څوک و؟


شیرخان ناشر

شیر محمدخان ناشر په اصل کې دخروټو دقام مشهور مشر تیرشوی دی چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان دسقاو دزوي پر خلاف جنګیده نود شیر خان ولسي لښکرو هم دهیواد په شمال کې دسقاو په راپرزولو او دنادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپلې او دتاجکستان هیواد تر پولو پورې یې ځایونه په خپله ولکه کې راوستل.
هماغه و چې ناددرخان دیوه فرمان له مخې په ۱۳۰۹ لمریز کا ل کې شیرخان دقطغن او بدخشان والي وټا که، په پخوانیو وختونو کې قطغن د بغلان، کندز او تخارولا یتونو ته ویل کیده .
دشیرخان کورنۍ او په تیره بیا دهغه وراره غلام سرور ناشر دکندز ولایت په ودانولو او پر مختګ کې لویه ونډه واخیستله .
ددغې کورنۍ په هڅواو هلو ځلو سره په کندز کې دسپين زر شرکت او کارخانه جوړه شوه چې دمالوچو،زغرو،پنبه دانې او غوړیو تولیدات یې درلودل او ډیر شمیر کارګرو ته د کار زمینه برابره شوه . همداراز دشیرخان بندر،دکندز موزیم، دکندوز سینما او دکندز دسپین زر هو ټل هم ددوی په هلو ځلو سره جوړ شول ..
ډاکتر لطيف ياد غوره ليکوال او څېړونکى
داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

ځدران











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us