لاري او سړکونه د بشري ټولنو او هيوادونو تر منځ دپيوستون هغه اړيکي دي
چي نه يوازي د سوداګري لپاره يې موثريت څرګند دی بلکي د لرغونو زمانو را
هيسي يې د تمدونونو ، کلتورنو او بيلا بيلو تهذيبو نو د پيژندلو او او وړلو
راوړلو په چاروکي ټاکونکۍ او ګټور رول لوبولۍ دۍ . په دي هيله چي
افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د پام وړ او په سيمه کي د پخوا په شان خپل
ارزښتمن مقام تر لاسه کړي ، دادۍ د وريښمو تاريخي لاري څرک اخلو او ګام په
ګام يې رباطونه او تم ځايونه را ياده و .
په لرغوني نړۍ کي د هيوادونو
تر منځ د اړيکو تامينيدل او دهغو اړيکو پايښت په زياته پيمانه د سوداګرۍ او
تجارتي لارو د پرانستلو او ودي ورکولوچارو تر اغيزو لاندي پاته شويدي ، په
ځانګړي توګه هغه وخت چي د سوداګرۍ لپاره بحري لاري نه کارول کيدې او يا هم
د ځمکنيو لارو په انډول ډاډمني نه وي ، هغه وخت د هيوادونو تر منځ وچو
ځمکنيو لارو زيات ارزښت درلود . د همدي ارزښت او د همدي لارو د زياتي ګټي
اخستني پر بنسټ و چي يوشمير لارو نړيوال نوم وګاټۍ او هم يې د لاري پر سر
پراته هيوادونه د شهرت لوړو پوړيو ته ورسول ، چي د وريښمو لار يې يوه ستره
بيلګه ده .
د وريښمولاري هغه وخت نړيوال ارزښت تر لاسه کړ چي مقدوني
تاجر [تيتونياس ] د لومړي ځل لپاره د ختيځ او لويديځ ترمنځ د دې لاري څخه
په ګه اخستلو بريالۍ شو ، نوموړي سوداګر د شام په حوزه کي د روم او چين تر
منځ د د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په هيله په برايت، سيدون، تاير او انتيچ
کي تجارتي مرکزونه پرانيستل او د همدي لاري څخه يې په ګټه اخستني سره
وکړای شول چي د ختيځ او لويديځ تجارتي اړيکي تاميني کړي .
د ورېښمو لار نقشه
د وريښمو د لاري وده او پراختيا هغه وخت د
ختيځ او لوديځ تر منځ نامتو او ډاډم شول چي د دي لاري پر سر پراته هيوادونه
او د هغه وخت امپراتوريو د دي لاري د امنيت او ساتني چاروته پام وکړ . دا
لاره چي دهند او چين څخه پيل کيدل او بيا د لرغوني افغا نستان د مهمو
ستراتيژيکو او سياسي مرکزونو څخه تيريدل او تر روم پوري رسيدله ، د خپل وخت
دري لويې امپراتورۍ په ختيځ کي د چيني هونانو امپراتوري په منځني اسياکي د
کوشانيانو امپراتوري او په لويديځ کي د روم امپراتوري يو له بله سره
پيوندکړي وې . د وريښمو تجارتي لار د وخت د امپراتورانو ترمنځ د ښو اړيکو
زمينه هم برابره کړل چي د دي ډول اړيکو ښه بيلګه د روم ستر امپراتور ((
تراجان : لومړۍ ميلادي پيړۍ ورستي کالونه .)) او افغان کوشاني امپراتور ((
ويما کدفيسيس : دلومړۍ ميلادي پيړۍ ورستي کالونه )) تر منځ د دوستانه
ليکونو ليږل او راليږل وه . په ختيځ کي هندي ادويه جات او چيني وريښمين
ټوکران د لويديځو هيوادونو لپاره د نورو تجارتي مالونو تر څنګ دزيات ارزښت
او پاملرني وړ وه ، د سوداګرۍ دا دوه ستر توکي په هند او چين کي جوړيدل او
لويديځو هيوادونو ته يې د ليږلو لار د منځنۍ اسيا او په ځانګړي توګه له
لرغوني افغانستان څخه تيريدل . د وريښمو د لاري پر سر دپرتو هيوادونو تر
ټولو ارزښتمن ټاټوبۍ لرغونۍ افغانستان و ، له يوي خوا د افغانستان له سهيل
لوري هندوستان څخه هندي ادويه جات او له بلي خوا د افغانستان له ختيځ لوري د
چين وريښمين توليدات ، چي ختيځ ته بايد رسيدلي وای له افغاني خاوري څخه
تيريدل ، د همدي ارزښت له مخي د کوشاني امپراتورۍ په دوران کي د پوره امن
او د لارو دساتني چاروته ځانګړې پاملرنه ، هغه څرګند لاميلونه دي چي هم د
ختيځي امپراتورۍ واکمنانو او هم د لويديځي امپراتورۍ واکمنانو د کوشاني
امپراتور پوره درناوۍ کاوه او له کوشاني امپراتورۍ سره يې دوستي ځان ته
وياړ ګاڼه . دلرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه د کوشاني امپراتورۍ پر
مهال کابل ، کندهار او بلخ هغه دري ستر مرکزونه وه ، چي له هغو څخه به د
وريښمو د لاري کاروانونه په پوره ډاډاو امن تيريدل . يوه هغه لار وه چي د
هند څخه پيل کيده او د کابل څخه تر تيريدو وروسته بلخ ته رسيدله بله هغه
لار چي له هند څخه پيل کيده او د کندهاره تر تيريدو وروسته به د ريښمو د
لاري پر سرد کوشاني امپراتورۍ ورستۍ تمځاي خوارزم کي د وريښمو نړيوالي لاري
سره يوځای کيدله . د بلخ څخه ختيځ لورته د وريښمو نړيواله لار تر پکن او
حتی ختيځ چين او جاپان پوري رسيدله . دلاري په اوږدوکي نور تم ځايونه هم وه
چي په تاريخي متونو کي د رباط په نوم ياد شويدي. په دي برخه کي دهغو
رباطونو او يا تمځايونو يادونه کوم چي په تاريخي متونو کي ثبت او د تاريخي
جغرافيه پوهانو له خوا پيژندل شوي او په ګوته شويدي . ١ _ د کابل لار:
د وريښمو نړيوالي لاري يوه سهېلي لار د کابل لاري په نوم ياديږي ، دا لار
چي د هند له مرکزي سيمو او په ځانګړي توګه د [ پوتالي پوترا] څخه پيل کيده د
اوسني فيروز پور، لاهور، راولپنډۍ، تاکسيلا، او دلرغوني پوراشاپورا [
پيښور ] څخه تر تيريدو وروسته کابل ته رسيدل. کابل ته درسيدو بله لار هم په
تاريخي متونو کي ياده شويده چي د تاکسيلا او پيښور څخه پيل شوې د چترال ،
کنړ او لغمان څخه تر تيريدو وروسته کابل ته رسيدل او له هغه ځايه بيا د
وريښمو کوتل ، بغلان او بيا بلخ ته رسيدل او هلته به د نړيوالي لاري سره
يوځای کيدل . ٢ _ د کندهار لار: د غه لار چي کندهار او
هند يې سره وصل کوۍ لږ تر لږه ٤٠٠ ميله واټن يې درلود .چي د پوتالي پوترا
څخه پيل کيدل او د فيروز پور تر تمځای وروسته د سکر ، شکار پور ، لور لايې
او کوټي تمځايونو تر تيريدو وروسته کندهار ته رسيدل او له هغه ځايه بيا د
لارام او فراه تر پراخو دښتو تيريدل او لرغوني هرات ته په رسيدوسره به د
وريښمو نړيوالي لاري سره يوخاي کيدل . د همدي ارزښت له مخي د هندي مغولي
دربار مورخ ابوالفضل علامي په خپل تاريخ کي ليکلي چي : (( خرد پژوهان
باستان کابل وکندهار را دو دروازه هندوستان برشمردند ، که ازيکي بر توران
وديګري بر ايران ، جهانګردان را اين دو راه سزاوار )) ٣ _ د بلخ لار :
دوريښمو د نړيوالي لاري يو ستر مرګز بلخ و . د بلخ څخه ختيځ لورته غزيدلې
لار تر پکن پوري رسيدل ، او په لار کي پراته رباطونه هم په تاريخي متونو کي
ثبت شويدي. د وريښمو لويه لار د بلخ څخه د ختيځ په لور لومړۍ رباط فيض
اباد او تر هغه وروسته چيني تاشقرغان ، يارکند ، ختن ، روشان ، ترواز ،
سيرانتروس او بيا پکن ته رسيدل . د دي تر څنګ يوه بله لار هم د امو سند
شمال لوري ته د روشان له سيمي د شمال په لور بيله شوي اسمبريا ، دامنا ،
اوشيا ، کاشغر ، خوقند ، خجند ، تاشکند ، ګورګنج ، هخشب ، مرو ، قصر احنف
او بيا لرغوني هرات ته رسيدل . خو د بلخ څخه د لويديځ په لور د رباطونو
زيات څرک نه دۍ څرګند شوۍ ، په دي لار کي يوازي د ميمنې او مرورود او بيا د
هرات نومونه ياد شويدي . ښايې دا پوښتنه را پيداشي چي لرغوني افغانستان
يوازي د وريښمو نړيوالي لاري پر سر د تجارتي اموالو کاروانونه بدرګه کول
او که په دي هيواد کي هم داسي تجارتي متاع او محصولات وه چي د هغو په
وړاندي کولو سره يې د دي نړيوالي لاري څخه ګټه تر لاسه کول؟ دي پوښتني ته د
جواب ويلو په نيت اړينه ده چي بيا هم تاريخي متونو ته پام وکړو . د دي
لپاره چي د بحث داوږدوالي مخه ونيول شي دلته د بيلګو په توګه د ځينو تاريخي
متونو يادونه کوم .مخکي له هر څه د دي ټکي يادول اړين ګڼم چي د ميلادي
لومړيو پيړيو په درشل کي د د افغانستان پر اوسنۍ محدوده کوشاني ستره
امپراتوري واکمنه وه چي له يوي خوا يې د نړيوالو لويو امپراتوريو سره ښي
اړيکي درلودې او له بلي خوا يې په خپله واکمنۍ کي ډاډمن امنيت او مصونيت
تامين کړۍ و چي دي چاري د وريښمو نړيوالي لاري د ودي او پراختيا لپاره پوره
زمينه برابره کړي وه. د دي بنسټيز رکن سره يوځاي د افغانستان په بيلا بيلو
سيمو کي لاسي محصولات ، کرهڼيز توليدات ، ظريفه صنايع هم د وريښمو د لاري د
ودي او پراختيا سره مرسته وکړه او باالمقابل د تجارتي نړيوالي لاري شتون
هم په خپل وار په هيواد کي د دننه محصولاتو دزياتوني او هڅونۍ سبب وګرځيدل . چيني
زيارت کونکۍ هيونتسنګ چي په ٦٢٩ ميلادي کال د بودايې معابدو ليدلوپه نيت
افغانستان ته سفر کړي دي، نوموړۍ د بلخ د پيداوارو په اړه ليکي: [د بهولو
يا بلهيکا ( بلخ ) و ښارته کوچنۍ راجاګريها وايې ، دغه ښار سره ددې چي پوخ
جوړ شويدۍ ، وګړي يې ډير لږ دي ، خو د ځمکي پيداوار يې زيات دي. يوازي د
ګلانو د ډولونو شمير يې چي اوبيز او للمي کرل کيږي ډير ګران دۍ . )) نوموړۍ
د کاپيسا په اړه ليکي (( د کيا پي شي هيواد مرکز چاپيره محيط لس ليه ( يو
لې د دريو ميلو سره سمون خوري ) دۍ . په دي هيواد کي هر ډول غلې دانې کرل
کيږي . او دلته يوډول داسي خوش بويه بوټۍ شته چي د ( يوکين ) په نوم يې
يادوي . او دي هيواد ته د ډيرو هيوادونو څخه تجارتي شيان را ځي او
نوروهيوادونو ته تجارتي شيان ځي )) او د ننګر هار په اړه ليکي (( د ناکي
لوهو ( ننګرهار ) سيمه د غلو دانو له پلوه ډيره شتمنه ده او په زياته
اندازه ميوي او ګلان پکي شته او کرل کيږي . )) د لرغوني افغانستان څخه
بهرنيو هيوادونو ته يوازي کرهڼيز محصولات نه ليږل کيده بلکي لاسي صنايع ،
قيمتي کاڼي ، او دوايې بوټي او داسي نور سوداګريز توکي هم په زياته پيمانه د
سوداګرانو په وسيله ليږل کيدل ، د بيلګي په توګه د لاجوردو کاڼي يادولای
شو ، په دي اړه جاپاني لرغونپوه ماوريز يوتوزي په خپله څيړنيزه مقاله کي
ليکي (( په مصر کي لرغونپوهانو داسي کاڼي د بيلابيلو فرغوني قبرونو څخه تر
لاسه کړل چي له افغانستان څخه دري زره کاله پخوا تر ميلاد د تجارتي متاع په
توګه وړل شوي وه . د دي کاڼو شمير د ١٠٩ قبرونو څخه تر ٥٠٠ زيات لاجوردي
کاڼي او غمي تر لاسه شويدي . ))علامه حبيبي د ابن اثير په حواله ليکي چي د
لرغوني مصر د تجارتي توکو له جملې څخه يو اساسي قلم د هرات منسوجات او ، او
بدل شوي او توليد شوي ټوکران وه . د بلخ تاريخي جغرافيا ليکوال د نورو
تجارتي شيانو تر څنګ د اسونو هغه تانګونه هم يادوي چي د بلخ په زندان کي د
محبوسينو له خوا جوړيدل او بيا به د تجارتي متاع په توګه لويو بازارونو ته
وړل کيده .و په دي ترتيب نور لاسي صنايع او کورني توليدات د نورو هيوادونو
تاجرانو او سوداګرو لپاره د پام وړ توکي ګڼل کيده او دهغو د لاس ته راوړلو
لپاره به يې د وريښمو نړيواله لاره په پرله پسې توګه کارول . د افغاني لاجوردو بيلګي چي دلرغونو سوداګرو د پام وړ ګرځيدل د
يادشيو مطالبو څخه يوي بلي پوښتني ته هم لاره پيداکيږي چي اياداسي شواهد
او اسناد شته چي په لرغونو زمانو کي دا تجارت او سوداګري د بيلا بيلو
هيوادونو تر منځ تر سره شويده ؟ دي پوښتني ته هم لنډ جواب هو دۍ . د دي
لپاره چي د دي هو ويلو اسناد وړاندي شي اړينه ده چي په لنډه توګه
دلرغونپوهانو له خوا دهغو څيړنو يادونه وکړو چي د همدې هو ويلو د ثبوت سره
مرسته کولای شي . د جاپان د تاداجي په موزيم کي د اوښ يوه مجسمه شته داسي
بريښي چي د بودايې مذهب پيروان يې د سفر لپاره کاروي ، دا هغه مجسمه ګڼل
شويده چي په پنځمه ميلادي پيړۍ کي جاپان ته رسيدلې ده . د دي مجسمي د
جوړيدو ټاټوبۍ افغانستان ګڼل شوۍ چي لومړي له افغانستان څخه چين اوبيا
جاپان ته رسيدلې ده . د دي تر څنګ د ساز وهلو يوه وسيله چي دوتاره (دنبوره)
نوميږي هم د همدي مجسمې سره يوځای جاپان ته رسيدلې ده . او دلاجوردو کاڼي
هم د ختيځ او هم د لويديځ په لوري د تجارتي متاع په توګه وړل شويدي ، چي
وړاندي مو دهغو يادونه وکړل . د پايلي په توګه د يادوني ده چي افغانستان
د خپل جغرافيايې موقعيت پر بنسټ د منځني اسيا تر ټولو ارزښتمن ټاټوبۍ ګڼل
شويدۍ . خو د دي مقعيت ارزښت هغه وخت لا زيات شوۍ چي د ميشتو اولسونو په
مرسته ، د ځواکمن او پياوړۍ دولت تر واکمنۍ لاندي راغلۍ دی. د تاريخ پاڼي
دا مطلب بيله شکه تائېده وي چي په افغانستان کي سياسي ثبات اوپياوړې اولسي
واکمني د سيمي او نړۍ لپاره د سولي او ډاډمني ودي هميشنۍ پيغام لرلۍ دی.